پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ننګیالی پښتون
(عبدالرحیم زی) د لوګر ولایت د محمد آغی ولسوالی:
سر به ټیت نکړم چا ته مسلمان یم
زه پښتون یم ننګیالی زوی د افغان یم
د غیرت په وینو تل یم لمبیدلی
خو له خپل سنګر نه یم خوځیدلی
د بابا توره مې لاس کې ده روان یم
زه پښتون یم ننګیالی زوی د افغان یم
که منلي مې سینه باندې ګولی دي
دښمنانو را ته کړي هم سلګی دي
یرغلګر مي دي مات کړي قهرمان یم
زه پښتون یم ننګیالی زوی د افغان یم
شهادت او قرباني می افتخار ده
خو پیغور منلی نشم دا مې شعار ده
دا وطن مې ده لیلا زه یې جانان یم
زه پښتون یم ننګیای زوی د افغان یم
ورمات کړی مې د هغوی غاښونه
چې راوړی یې زما خوا ته لاسونه
غلیمانو باندې تندر د آسمان یم
زه پښتون یم ننګیالی زوی د افغان یم
هغه سترګې مې هر وخت دي ترینه کښلي
چې په نیغه یې زما خوا ته کتلي
هم به وایم هم به لیکم زلمی جان یم
زه پښتون یم ننګیالی زوی د افغان یم