د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10515 شعرونه
ویس محمد زلمی

د جرګو وطن

(عبدالرحیم زی) د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالی:



دا وطن به جوړومه په جرګو باندې
مرور په خولا کوومه مرکو باندې



دا به وطن به جوړومه دا وطن آبادوومه
هره پیغله او زلمی به یې په سترګو ښکلوومه



نور غولیږم نه د خلکو په مکرو باندې
مرور په خولا کوومه مرکو باندې



دا قومونه ټولومه په یو ځای یې کښینومه
د وروري لاس ورکومه نور خپل کور نه ورانومه



زه ورځمه او ورولیږم په لاسو باندې
مرور په خولا کومه مرکو باندې



نور به نه کیږي جنګونه نه په چا باندې ظلمونه
د آغزو تخم به ورک کړم په کرم به نور ګلونه



د وطن خاورې به پاکې کړمه بڼو باندې
مرور په خولا کوومه مرکو باندې



نور به وینې نه تویږي نور به میندې نه بوریږي
آستوګن به په خپل ځای یو نور به کډې نه باریږي



زلمی جان به دې ستایم په ښو شعرو باندې
مرور په خولا کوومه مرکو باندې

د شاعر نور شعرونه ←