افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د مرکو وطن
(عبدالرحیم زی) ولایت لوګر ولسوالی محمد آغه
افغانستان د مرکو وطن ده
دا د خبرو او جرګو وطن ده
دلته ازبک او هزاره اوسیږی
دا د تاجکو پښتنو وطن ده
نورستانی او تاتار ټول دي وروڼه
دا د ترکمنو پشیو وطن ده
دلته د هر میلمه قدرونه شوي
دا د چوترو او تاوانو وطن ده
دلته په نورو خلک سر ورکوي
دا د باتوره پرګنو وطن ده
دلته مینو دي سرونه ایښي
دا د مومین او شرینو وطن ده
دلته دي شخړی په جرګو حل شوي
دا د ملالي د نارو وطن ده
دلته پتلون نیکتایي نده پکار
دا زلمی جانه د شملو وطن ده