د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي شفيقه پښتونزۍ شعرونه

افغانستان

لکه نښتر غوندې لمبه شوم څوک مې چغې نه اوري
افغانستان وم کنډواله شوم څوک مې چغې نه اوري




ما خو تاريخ د غيرتونو او ننګونو لره
خو اوس بېخونده شان کيسه شوم څوک مې چغې نه اوري




چې د بچو د تورې شړنګ مې تر ډهلي پورې تلو
اوس زه پخپله زولانه شوم څوک مې چغې نه اوري




په مزدورۍ پسې وو تللي ګلالي بچي مې
ټول په ايران کې غرغره شول څوک مې چغې نه اوري




دا خپل بچي مې اندامونه غوڅوي اوس رانه
نيم شومه خرڅ نيم اجاره شوم څوک مې چغې نه اوري




قلم را واخله پښتونزۍ زما فرياد وليکه
خپلو پردو نه بېګانه شوم څوک مې چغې نه اوري



افغانستان وم کنډواله شوم څوک مې چغې نه اوري

د شاعر نور شعرونه ←