د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
امان بیګ شیرزاد

بيوفا

وكړمه سينګار چاته يارمـي بيـوفا
ځان باندي مغروره دي داكوي جفا



مينه كي دوكي كوي ګرانه ماسره
داسي چي وعدي كوي ګرانه ماسره
مينه كي يي پاګل شومه كړمه واويلا
ځان باندي مغروره دي داكوي جفا



سترګي چاته توري كړم نه راګوري دا
زلفي چي سمسوري كړم نه راګوري دا
څيري مي ګريوان خلكه څه شوي خطا
ځان باندي مغروره دي داكوي جـفا



اوښكي زما مړي څاڅي لوندزماګريوان
نن چي زه تنها ګرځـم يمه بي جـانان
څيري به ګريوان ګرځم سرزه په صحرا
ځان باندي مغروره دي داكوي جـفا



ژوندنه مي زړه تورشولوشومه درپه در
هرځاي راته اورشولو ګرځم لراوبر
راشه نن يي وګوره دامان لركه سودا
ځان باندي مغروره دي داكوي جفا

د شاعر نور شعرونه ←