پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دښمنان
ویس محمد زلمی (عبدالرحیم زی)، لوګر ولایت، محمدآغې ولسوالی :
دښمنان به مې شرمیږي
دښمنان به مې اخر داسې شرمیږي
په نړۍ کې به بیا مړې سترګې ګرځیږي
دا سورمخي او تورمخي ظالمان دي
دا بې رحم دي وحشي ځناوران دي
په یو سوک به ئې غاښونه ټول ماتیږي
په نړۍ کې به بیا مړې سترګې ګرځیږي
دا د ښځو آزادي له مونږ نه غواړي
دا غربي دیموکراسي له مونږ نه غواړي
دا بې عقل به اخر له مونږ خوږیږي
په نړۍ کې به بیا مړې سترګې ګرځیږي
توره شپه کې مې په کور جوړه غوغا کړي
زما پت خړو موزو سره تالا کړي
پلار ئې وژني او بچي ورته ژړیږي
په نړۍ کې به بیا مړې سترګې ګرځیږي
نه ئې کور نه ئې شرکت زمونږ په کار ده
نه ډوډۍ نه ئې دولت زمونږ په کار ده
دا نادان ګوره پیسو باندې غولیږي
په نړۍ کې به بیا مړې سترګې ګرځیږي
دا ناپوه دي که کوي داسې کارونه
چې دا غورځوي په مونږ باندې بمونه
که دوئ وګوري تاریخ بیا به سمیږي
په نړۍ کې به بیا مړې سترګې ګرځیږي
تل دعا کوه ملنګ زلمی جانه
چې پرېنږدې خپله لاره مسلمانه
رقیبان به دې اخر ګړنګ نه لویږي
په نړۍ کې به بیا مړې سترګې ګرځیږي