افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1775 شاعران11101 شعرونه
نعت شريف
په دربار د رب منلی ې رسوله
څومره ډير ې نازولی ې رسوله
موصوف کړی رب ې ته په ښواوصافو
خپل کلام کې ې ستايلی ې رسوله
دښمنان هم سلامي شول ستا لوړ شان ته
ته امين صادق سپيڅلی ې رسوله
يو لوې درس دې خپل اُمت لره ورکړی
په ميدان کې جنګيدلی ې رسوله
په همؤ انبياؤ کې با لا ې
جواد وايي ډير ښاغلی ې رسوله
صل الله عليه و اله وسلم