پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
سپیڅلې مـــــور
سپیڅلې مور د نړیوالې ورځې په ویاړ
ځلانده ستوری ستا د هیلو په اسمان شمه زه
سپیڅلې مـــورې تانه ځار تانه قربان شمه زه
ستا له سپیڅلو هیلو ځارشم زما ګرانې مورې
زه دې خادم او خدمتګارشم مهربانې مورې
عمر دې ډیر شه ای مــؤمنې مسلمانې مورې
ســـتا پر ښودلې سمې لارې به روان شمه زه
سپیڅلې مـــورې تانه ځار تانه قربان شمه زه
تا تیرې کړي ډېرې ماسره سختۍ دي مورې
زما لـپاره دې زغملې هم ګــرمۍ دي مورې
په خلاصه ټنډه دې منلې زما نیستۍ دي مورې
مولادې نه کړي چې ستا ژوند ته په ارمان شمه زه
سپیخلې مـــورې تانه ځار تانه قربان شمه زه
په نیمه شپه کې مورې تا راته خدمت کړیدی
زما خدمت دې په اخلاص او صداقت کړیدی
تا د مـــــولا د هر یو حـکم اطاعت کړیدی
کاشکې د تا پشان بنده د پاک سبحان شمه زه
سپیڅلې مـــورې تانه ځار تانه قربان شمه زه
نیمه شپه پاڅـــیږي د رب عبادتــــونه کوې
ډیرې سجدې، ډیرې قاعدې، ډیر قیامونه کوې
زما د ژوند او خوشالۍ رب ته سوالونه کوې
مولا دې وکړي چې پوره ستا په ارمان شمه زه
سپیڅلې مـــورې تانه ځار تانه قربان شمه زه
ربه! توفیق راکړې چې زه د مورعزت وکړمه
هم یې د امــــر او د حـکم اطــــاعت وکړمه
هم له اخلاصه د هغې بې بې خدمت وکـړمه
څو د بښنې وړ د پاک رحیم رحمان شمه زه
سپیڅلې مـــورې تانه ځار تانه قربان شمه زه
ربه! توفیق راکړې چې موررانه خوشاله وي تل
له هره کالــه دې ژوندۍ تر بله کاله وي تل
د تا په فضل دې دا روغه او سوکاله وي تل
چې د مخلص پشان پخپلې مورکۍ ګران شمه زه
سپیڅلې مـــورې تانه ځار تانه قربان شمه زه