د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ویس محمد زلمی

مورجانه

(عبدالرحیم زی) محمدآغه ولسوالی، ولایت لوګر:







ته زما تن زما وجود او زما وینه ئې
و مـورجـانې ټوله ټوله مینه مینه ئې



ما به په شپو شپو چې ژړلی مورې
ته به له خوبه پاڅیدلې مورې
بیا به دې ښکل په دواړو سترګو کړم
ګرده به ما نه تاویدلې مورې



ما ته له ټولې دنیاګی نه هم شرینه ئې
و مورجانې ټوله ټوله مینه مینه ئې



تا به للـــو للــــو ویلی مورې
ما به د سترګو ته کتلی مورې
ته به له خـــوبه ووتلې مورې
هم به له ما نه ځاریدلې مورې



ستا له زړو جامو نه ځار شم په زړه سپینه یې
و مور جانې ټوله ټوله مینه مینه یې



ته زما ژوند ته مې هستي مورې
ته مې د عمر خوشحالي مورې
بې تا مې نه تیریږي ژوند مورجانې
ته زما ټوله زنده ګي ئې مورې



له تا قربان شم ما ته هر چا نه حسینه ئې
و مورجانې ټوله ټوله مینه مینه ئې



بې تا خو یو ساعت تیرولی نشم
مورجانې زړه مې صبرولی نشم
ستا له سرو غوښوهغه سپینې شیدې
قسم دي زه هیڅ هیرولی نشم



د زلمي جان د سترګو تور ئې ګل ورینه ئې
و مورجانې ټوله ټوله مینه مینه ئې

د شاعر نور شعرونه ←