د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالهادي هدایت

ازار

ملامته ازاد ګرځي
بیګناه زوړند په دار دی



څوک هم غږ کولی نشي
بې پوښتنې غوندې ښار دی



په خپل کور کې میلمانه یو
نن میلمه د کور واکدار دی



که دې نوم د حق اوچت کړل
جوړ په خونه دې بمبار دی



هر چا خم سر دی نیولی
څوک ویده دی څوک بیدار دی

یهودان ښه په مستۍ دي
کړی یې بیا په مونږ ګذار دی



ورته ځان مو تسلیم کړی
لوۍ الله زمونږ بیزار دی



هیڅ تحلیل کولی نشو
دا د چا د اه ازار دی



هادی غږ په خلکو وکړه
قربانۍ ته څوک تیار دی

د شاعر نور شعرونه ←