پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
مور
مــورې دا سـتـا د پــښو لانـدې چې جـنــت نوميږي
مـوسـکا د زړه د خوشحالتيا کې حقـيـقت اوسيـږي
مـــورې دوعــا نه مې هيـر نـه کـړي ستا بـچـي يـمـه زه
دا سـتـا په غـيــږه کې لـوي شـوي اوس زلمي يمه زه
دا ستا دوعا باندې د ژوند مې ټول عـزت جوړيږي
مـوسـکا د زړه د خوشحالتيا کې حقـيـقت اوسيـږي
د ژونـــد ډيــوه د غــير ت ويــنــه بــخــتــوره شــولـه
ســتـا د دوعــا پـه بــرکـت دا هـم معـتـبـره شــولــه
د ښکلا فکــر د رنګــونــو اوس دولـــت ډيــريــږي
مـوسـکا د زړه د خوشحالتيا کې حقـيـقت اوسيـږي
دا ستا د خولې دوعا د ژوند مې تنـابـونه اوږدۍ
تــقــديــر د سـاه د ښـکلاګـانـو سيـنـګارونـه جــوړۍ
خوب د ژوندون د پلوشو کې مې نعمـت ټـوکـيـږي
مـوسـکا د زړه د خوشحالتيا کې حقـيـقت اوسيـږي
خوبونــه ټــول مـې د ژوندون ستا په دوعا سميږي
د نسيم ستــوري زړه کې ميــنـه او وفــا غــوريــږي
د خـوږ نعــمـت د نوښــتـونو خپل قسمت ويښيږي
مـوسـکا د زړه د خوشحالتيا کې حقـيـقت اوسيـږي
»»»هلمنده »»»
موږ له سنګره ځو سنګرته موږ وکورته نه ځو
مرګيه يوجنګ لاګټو تر هغه ګورته نه ځو
دغه تور مخي ولي داسي ناکراره ښکاري
هلمنده موږ خو تر اټکه ځو لاهورته نه ځو
لښکرګاه، هلمند