افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
نوى پارلمان
وخت دي پالي پالي اننګوته ښکلاراوسته
سوځنده مسکادي شونډوسروته ښکلاراوسته
ستوري دځوانۍ دي دسينې پرهسک راوختل
تتوسترګکويې زموږزړوته ښکلاراوسته
ښکاري دي دزلفوله غره ستادسپيني خولې هلال
خداى ترينه زموږ دميني شپوته ښکلاراوسته
شاړي پاړي دښتي وي اوشاړشډل وختونه وو
چم ته ز موږ ښکليوسپرلوغروته ښکلاراوسته
ورک شول پاټکونه ورسره لاري نيول ورک شول
نوي پارلمان زموږه غلوته ښکلاراوسته
اوس به جمالياروټولوښکليوته دوعاکوم
سترګويې زماتشولفظوته ښکلاراوسته
زابل کوټه