د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1496 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

زه چه درتلم

زه چه درتلم ستا دکوڅی ماشوم په کا ڼو ویشــــتم
زه ستا په مینه یم محکو م ماشوم په کاڼو ویشـــتم



ستاپه کلی به غوغا شوه هله راشی لیونی راغــلی
دوی ظالمان ول زه مظلوم ماشوم په کاڼو ویشتم



مابه په پټه خولـــــه ژړل دوی به خــــــــــــــندا کوله
ته خبریدی چه زه به کوم ماشوم په کاڼو ویشـــتم



ستادکوڅی خاوری رانجه به یی په سترگو کړمه
ستاله دیداره یم محروم ماشوم په کاڼو ویشتم



ته ددیدار په څــــــراغ زما دزړه تیـــــــــاره رڼا کړه
زه لاروی پـــــــه هغه نوم ماشــــو په کــاڼو ویشتم

د شاعر نور شعرونه ←