د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1496 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

څوانان دکلی

ځوانان دکلی دگـــــــــودر ډیر زیارتـــــــــــــونه کـــــــوی
څوک په شپیلی څوک په آواز دا فــــــریادونه کــــــوی



څوک شکایت څوک حکایت کړی دهــــجران له درده
دچا گل څانگه خـــــــپل لالی باندی نازونه کــــــــــوی



څوک گودر ستایی څوک نفرت له دی گــودره لـــری
څوک په خـــندا څــــوک په ژړا دزړه رازونه کـــــــوی



څوک مازدیگر خوښوی څوک سـره غـرمه کی روان
څوک ځی کوډگروپسی څــــوک تاویــــــــزونه کوی



څوک دخولگی په تمه څوک سپــــین مړوند یادوی
څوک دجانان له غمه دغم ســـــــــــــــــــــــــازونه کوی



لاروی دی غــــــــــــــــمشریک ددی ځوانانو غـم کی
ددی یارانو په غــــــــم تـــــل دا فــــــــــــکرونه کوی

د شاعر نور شعرونه ←