افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
يوبـــــاور دى ،اعـــــتماد دى، تاتـــــه يــــاد دى؟
دزړه کـــور په عــــشق ابــــاد دى، تاته ياد دى؟
پـه خوله توره خاموشي ، سترګو کې سوال وي
ژونـــده ، داهـــم انـــتقاد دى ، تــــاتــه ياد دى ؟
تــــه په سترګو کې له خلکو زوړونه وړى شې
ښــکار کــول کار دصـــياد دى ، تـــاتــه ياد دى
لـــــه مــــودو چې اضـــــطراب يــــمـــه نيـولى
بــل به څه وي؟ خو ستـا ياد دى، تاته ياد دى؟
چې پــــه دې ويـــړه دنــــيا کـــې يــو جنـــت و
هـــــغه کــــلى اوس بــربــاد دى، تــاته ياد دى؟