د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ویس محمد زلمی

پښتونه

(عبدالرحیم زی) د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالی :







پښتونه کور د وران ده غم پریوتی ستا په سر ده
وطـــن ته د راغلـی ټیــکه دار د ټول بـشـــــر ده



پښتونه کور د وران ده ځکه ته یو مسلمان ئې
پټکی د غټ په سر ده او په شکل د انسان ئې



طالب او القاعدې په نوم له تا سره خطر ده
وطـن ته د راغلی ټیــکه دار د ټول بشر ده



پښتونه کور د وران ده ستا په مخ ده لویه ژیره
په لاس کې د تسبیـح دي ذکــر کړې د دستګیره



ټوټې ټوټې د ځان ده څیرې شوی د ځیګر ده
وطن ته د راغلی ټیکــه دار د ټول بشـــر ده



پښتونه کور د وران ده هر خوا سپي درته غپیږي
ستا ورونه ستا بچي په ســرو ګولیــو وژل کیږي



تاریخ د ختموي ځکه روښانه لکه لمر ده
وطن ته د راغلی ټیکه دار د ټول بشر ده



پښتونه کور د وران ده غلامي منلی نشې
په ټیټو سترګو چیرته زندګي کولای نشې



له نوم نه د قربان شم چې ساتلی د سنګر ده
وطــن ته د راغلی ټیــکه دار د ټول بشر ده



پښتونه کور د وران ده ستا کورونه به ورانیږي
فریاد به د څـوک نه اوري ستا بچي به حلالیږي



ګټلې هغه چا ده چې په رنـګ ئې برابر ده
وطن ته د راغلی ټیکه دار د ټول بشر ده



پښتونه کور د وران ده رسوائي لیدلی نشې
په خپله پاکه خاوره بې دینـــي زغملی نشې



الله د مدد وکړه زلمی جان د هم عسکر ده
وطن ته د راغلی ټیکه دار د ټول بشـر ده

د شاعر نور شعرونه ←