د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ویس محمد زلمی

خپلواکي

(عبدالرحیم زی) د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ :



خپلواکي له تا غواړم



چې خـوړلي مې په زړه باندې ټپونه
خدایه غواړم ئې له تا ځینې اجرونه



که مې سر او مال دا ستا په لار قربان شي
خـدایـه ویـاړم بـه پـه زه دا ټـول عمرونه



دا وطن راته د پلار او مور نه ګران ده
ترینه لنډ به د اغیــارو کـــړم لاســونه



که مې وینې په ویالو کې شي روانې
پري به نږدم دښـمن ته ســــنګرونه



غلامي زغملی نشـــم افغان یم
که دا ټوله دنیا ونیسي اورونه



ما د بل په ډوډۍ مه لـویـوې خـدایــــــه
راته خلاص کړې د غیبي ډوډۍ ورونه



چې پیدا د مســـلمان بیــا د افــغان کـړم
قبلوې به مې اوس ټول خدایه سوالونه



استقلال او خپلواکي له تا نه غواړم
زغمی نه شـم د اغیـارو پیـغورونه



دا وطن راته په دې دنیا جنت ده
زلمی جان ځکه په لیکم شعرونه

د شاعر نور شعرونه ←