د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
عبدالهادي هدایت

پښتو ملنګه

خـــــــدا یــــه پښتــــو شـوه دکوڅوملنګه
شـولـــه خفــــــه دپـــښـــتـنـــو ملــــــنګه



حـــــیرانــه ګرځــــــي پښـــــتانه لـــټوي
شوه دکوډیـــــو او خــــیمو ملنـــــــــــګه



په محلونو کی یي شپـــــــی نـــکیـــــږی
زړه چاودی تللـــی دبچــــــــو ملنـــــــګه



بی ننګ بچي یـــــــی هیڅ پوښتنه نکړي
ده په ژړا او اســــــویـلـــــو ملنـــــــــګه



هیڅ یو غمــــــخور یی پیدا نشــو دلــــته
هرچاته ده نـــــن په ګــــــیلو ملنــــــــګه



نه یی پردي او نه یی خـــــپل پکار شول
چی خرڅه شوله په پیســـــو ملنــــــــګه



هریو لغت یی بـیل بـــــیل ملک واخیسته
راته خرڅیږي تـــر نقـــــطو ملنــــــــګه



چادانشګا راوړه پوهنتون یی خــرڅ کړه
ورته پښتو شوه په خـــیرو ملنـــــــــــګه



چادکلتور په ځائ فرهنــــــــــګ راوړلو
پښتو یی کړله د څو شپو ملنـــــــــــــــګه



هادي تبا دی د پښتــــو دښــمــــــــن شي
چی پری خوشحاله شي پښتو مــلنــــــګه

د شاعر نور شعرونه ←