افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1496 شاعران8588 شعرونه
غزل
خا لق دمینی ته پنــــــځه وخته ســــــــــجدوکی ژاړم
ستا دوصال شیبه خالق ســــــــــــتا دلیمو نه غواړم
ستا دیادونو کتاب وســــــــــــــــپړم زړگی می ژاړي
لکه ماشوم سلگی وهم تاپه ســــــــلگو کـــی غواړم
مخ دسپوږمی زلفی دشپه سترگی دستور ښکاری
دغه تصویر راته څرگند شـــی تورو شپو کی ژاړم
زیم پتنگ ته زما شمــــــــــــــــــع ما په اور سوزوی
آه وفریاد کړم تا ددرددغو نغـــــــــــــــمو کی غواړم
ما ددنیا اصلی څـــــــیری ته په ځیــــــر ځیر وکتل
فانی دنیا ده کــــــــله کــــــله هـــــــــــدیرو کی ژاړم
آخر به واوړی دهجران خـــــــــــــا وری پرما لاروی
په ځنکدن کی یو څل راشه په گــــــــــیلو دغواړم