د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل

يوخوب وم د دردونو خو تعبير دي کړمه زه
تا واړولم غم باندي په وير دي کړمه زه



شپه ټوله بس سپوږمۍ ته په کتو باندي کړم تېره
د ستورو غوندي ويښ يمه ،شبګير دي کړمه زه



څنګه ته بې وخته رانه لاړې ،زه هيڅ پوی نه شوم
منکر وم،خو قايل اوس د تقدير دي کړمه زه



لاس د محبت چي د زما په لاس کي راکړ
تر عرشه پوري ورسېدم پير دي کړمه زه



کله چي را ياد شول ستا د ښکلي مخ خطونه
اګاه هله د خپل فن په تقصير دي کړمه زه



دخيال او تصور کوڅې مي ټولي تا پسي چاڼ کړې
د هيلو کچکول غاړه کي ،فقير دي کړمه زه



هر ه يوه مصرعه مي بس د تا د ياد انځور دی
رادي کړو قلم لاس کي شاعر دي کړمه زه
پيښور

د شاعر نور شعرونه ←