افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1496 شاعران8588 شعرونه
غزل
دمینی په دنیـــــــا کی هرڅه ښکلی خو وفا ښکلۍ ده
مجـــــــــــــــــــــــــــــنون چه لیونی شو خولیلآ ښکلۍ ده
ژړاښکلۍ خــــــــــــــــنداښکلۍ خو ورکه دی جفاشی
مجنون ښکلی جـــــــــــــــــنون ښکلی بیدیا ښکلۍ ده
چمن ښــــــــــــــــــــــــــکلی گلزار ښکلی گلشن ښکلی
الله (ج) دی ښــــــــــــــــکلي ښکلي چه دنیا ښکلۍ ده
له خاوری نه جــــــــــوړ شوی شو اشرف دمخلوقاتو
جنت ښکلي آدم (ع) ښــــــکلي هوا (رض) ښکلۍ ده
ناظم دټول جهـــــــــان دی دالله (ج)نظام نه ځارشم
شپه ښکلۍ تیاره ښکلۍ ورځ ښکلۍ رڼا ښکلۍ ده
بلبل ته دگل مینه فرهـــــــــــــــــــــــــــــاد ته یی شیرینه
لارویه دی بازار کـــــــــــــــــــــــــی داسودا ښکلی ده