پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
څپې د تودو اوښکــــــــــــــــو او سلګۍ راغلـــــــه له کومې
دا تالنده لــــــــــــه کومې او جړۍ راغلـــــــــــــــــــــه له کومې
سپين ستــــــــــــــــــــــوري رېبل کيږي ګل بڼونه مو قتليږي
د دار تخته چــــــــــــــــــــــــــا راوړه او زندۍ راغله له کومې
کېږدۍ دهيلـــــــــــــــــــــــــــو ړنګه او سپوږمۍ تندر نيولې
سيلۍ راغلــــــــــــــــــــــــه له کومې بړبوکۍ راغله له کومې
بنډار د کلي ســـــــــــــــوزي او چنار د کلي ســـــــــــــــــــــوزي
شنې لړې سرې لمبې دي چې سپرغۍراغلـــــــــه له کومې
ګل بوټي کې ښايستــــــــه بوټى په ګل باندې ښايسته خو
چاړۀ د بېلتـــــــــــــــــــــــانۀ يې تر مرۍ راغلـــــــــــــه له کومې
جــــــــــــــــاوېده رب مو شته حيران به شي دا خلک بيا چې
'عيسى ع'ماتې کاسې کې بيا ډوډۍ راغله له کومې