د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ډاکتر حسن- لندن

غزل

هر چاته اوښکې تویولی نشم
نازيې چې وړي هغه موندلی نشم



درد ددنیا یم ستا پرهر ته راغلم
زړګیه اوس خو ترې وتلی نشم



خپل سر چې ږدم خدای ته په خاوروباندې
تر خاورو بل لاندي کولی نشم



ورته که ښکلي راځي څه وکړمه
دزړه حجره خو مې تړلی نشم



ستا سمندر د محبت (حسنه)
دژوند حباب کې ځا یولی نشم

د شاعر نور شعرونه ←