افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
ښيرا
تادپلار،نيکه نوم سپک کړخدای دي سپک کړه
ناخلفه زويه خدای دي په مرګ ورک کړه
پاکي پيي دي مور زهر و قاتل شه
خدای دي غرق په موج،څوکي د اټک کړه
کونډه خور دي دمقام په سر سودا کړه
سترڅښتن دي مرګ په اور اوپه مردک کړه
دورينداري تور ټيکرۍ دي تور لوګۍ کړ
په دنيا او اخرت دي خدای سر پک کړه
دشهيد ورور وينو نه کړې رابيداره
خدای دي سر ريز و مريزه په سوټک کړه
تااسلام او مسلمان په تنګه وپلور
خدای دي محوه او نابود ژر او چابک کړه
دا ښيرا د نومير نه ده ددرست قوم ده
ورک دي خدای له کور لهوله د خيرک کړه
٢١مارچ ٢٠١٠
کلفورنيا،متحده ايالات