افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
خاندمه
خاندمه خو نه راځی خندا راته
ژاړمه یادیږي ستا وینا راته
ولې دې لیلا دومره کمزوری کړم
مات دې کړ غرور هم دې بولا راته
زما ژړا او خندا تاته بې ګټې دي
ژاړي چې زړګی له تا جدا راته
ستا نادانې مینې مې غرور مات کړ
تا چې ګیلې وکړلې بیګا راته
ای زما مغرورې بې وفا صنم
زړه دې کړو په مینه کې ګدا راته
بس دی زه وصال به تل دا وایمه
تا په عشق کې راکړله دنیا راته