د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
مینه (صابر)

غزل

کینه راشه څنګ ته دیدنونه می راوړي
تعبیرونه یی له تا غواړم ډیر خوبونه می راوړي
ستا دکلي لاروی یم نن په دې کلي کې شپه کړم
را شه تا هم پرې خبر کړم څو دردونه می راوړي
دنفرت په لور می وریبل پرون د اغزوکلي
ټول وجود می درد اخیستی او زخمونه مې راوړي
د آرمان په هدیره کی را ته غلی یو ځای ګوره
دي دردمند وجود څو سوی ارمانونه می راوړي
چی می زړه پری تسلی کړم دتسل په نوم څه نه شته
مرګ اخیستی دوه آخر بند نفسونه می راوړي
زه یوه څانګه دسپرلی ومه خزان کړم پاڼی پاڼی
نور می هیڅ له لاسه نشته فریادونه می راړي
خیر ما خو آباد نه کړل دا له مینی پردی کلي
اوس به یی تا ته درډالی کړم الفتونه می راوړي
ستا له وسه به پوره وی او که نه راته حال راکړه
چی یی ځواب ته راته رامکړی دا سوالونه می راوړي
دلته ډیر زړونه اوسیږی دکینی په دوزخو کی
له ښایسته مینی نه ډک دری جنتونه می راوړي
چی به ستا دمحل خلک دغه زما احسان قبول کړی
زه په دی هیله راغلی دا خیالونه می راوړی
هغه ستا دکلا څنګ کی دکوم چا یو ښکلی بڼ دي
ورته څو له محبت نه دک ګلونه می راوړي
زه ویریږم که یی ورکړم چی یی پاڼی پاڼی نه کړی
د ښکلا له کلی ټول دا خیراتونه می راوړي
(مینی) دغه تور ژوندون دخلکو تل یم ځورولی
درڼاو له جنت نه مشالونه می راوړي
چی یی ژوند ته بل رنګ ورکړم چی رڼایی توری شپی کړم
د آسمان له زرغونی نه څو رنګونه می راوړي

د شاعر نور شعرونه ←