افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
رامې وړي داوښکو دردانې دزړه په لپوکې
وادې خله دغم دا اشیانې دزړه په لپوکې
سپړه په ارام دناز په ګوتومې دزړه غوټي
ټینګي مې نیولي زمانې دزړه په لپوکې
پرته له زګیروي په دې چمن باندې څه وشیندم
وخوړي قفس مې ترانې دزړه په لپوکې
خیرلا خوډکه زما لمن دبې وسۍ نه ده
تا که بیا راوړي بهانې دزړه په لپوکې
خودبه دطاوس بڼکه ښکاري د (حسن) غزل
ور دې کړې دحسن پیمانې دزړه په لپوکې