د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
واحديار عبدالرحيم زى

غزل

كلى مووران شولوكوډۍ زمونږه ړنګـــه وينم
خدايه نوكله به داخپل وطن بې جنــــــګه وينم



ترګله ښكلى نازولى جانان يووړجـــــــــــــــګړو
بڼ كې دګلوښايست هم دده له رنــــګه وينـــــــم



چې لمرسپوږمۍ به يې ښايست ته سلامي كوله
اوس هادرنه پيغله دكوززيارت ملنــــــګه ونيم



مونږ چي يوبل ته په سينوكــــې روغ زړګي نه لرو
داهم دهـــــــــــــــغوغمازانوله نيرنګــــــــه وينم



كه خداي كول نوربه دهيچالمسون نه منوموږ
خوب موليدلى دافغانوشمـــــــله دنګه ونيم

د شاعر نور شعرونه ←