د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
نسیم ستوری

د قسمت بڅری

په حجرو باندې مئین یم پښتنو نه مې سر زار شه
زه د داسې وجود ساه یم د پښتو نه مې سر زار شه



عقله هـسې لېـونـی ئې ښایســتونو پسـې ګرځي
تل ښایسته زما وطن دی د شملو نه مې سر زار شه



وخته څله بغاوت کړي فکر اوس لا ښه سمسور شو
بیا پیغام د محـبـت کـې د خـوږو نـه مې سـر زار شه



چې د قام لپاره مړ شې مړ خو ندی تل ژوندی دی
چې انا مو د پښتو ده د جرګو نه مې سر زار شه



د جنون په ګونګه ژبـه د تاریخ لفـظونـه نــاڅــي
ژوند د حسن سمندر کې د څپو نه مې سر زار شه



د قسـمت ژونـدی بـڅـریه نـسـیم ستوری همـدا وائي
چې مئین څوک په پښتو وي د هغو نه مې سر زار شه



په غږ کې دلته واورې



http://www.youtube.com/watch?v=CY85A0W88PY

د شاعر نور شعرونه ←