د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نبیله وفا

غزل

چې د خیالونو په ورشو کې سره ګلونه لري
څوک خو به وي چې هم زما غوندې سوچونه لري



یاغي سالاره د جنون قافلې مه لوټه وه
دلته بلا زړونه د مینې ارمانونه لري



د خپله ځانه بې خبر جانان ته څنګ ووایم
چې ورک احساس مې ستا د زړه سره تارونه لري



هسې ارمان مو د تاوان په تله وه تاللو
هسې یو خوب چې د ژوندو سترګو یادونه لري



زما د مینې داستان دې تیارو کې نه پټیږي
ماته معلوم دي چې وختونه چراغونه لري



واېې دا خلک د قسمت کرښې لاسونو کې وي
لاس چې څوک نه لري هغه هم قسمتونه لري



یا دا قصه به څه د وصل تر حد ورسیږي
نن سبا خلک د سپرلو غوندې خویونه لري



ما چې زما په کور کې وژني زما حق لوټه وي
زه څنګه وه وایم چې هغه خلک زړونه لري



څه به زمونږ د کمزورتیاو؛ نښې هم په کې وي
او څه نصیب زمونږ په چارو کې لاسونه لري



ځم چې د خپلې پاکۍ څه ثبوت خو ورکړم ورله
یو څوک زمونږ د ذات په هکله څه شکونه لري



د ډیره خوفه زه په خپل وجود کې پټه شمه
دا بازې خلک ډیر بدرنګ بدرنګ مخونه لري

د شاعر نور شعرونه ←