د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1494 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

غزل

څنــــــــــــــــــګه دپوهه کړمه ظالمی په ما اور بلیږی
ستا دحـــــــــــــــــــــــسن ډیوه زما دزړه په کور بلیږی



جنـــــــــــــگ دسترگو دمغلوب کړم ته غالبه شولی
دعــــــــــــــاجزی نه به غیر نور می کله زور رسیږ ی



دبڼو غشی دی خـــــــــــــــــــــــــــنجر زما په نرم زړگی
په مین زړه باندی زما لکه ټکور لـــــــــــــــــــگیږی



رنـــگ می زیړ شونډی مــی وچی پدی نه پوهیږی
دحــــــــسرت اوښکی می پر مخ ستا دپیغور بهیږی



داسی یو درد لـــــــــــــــری په زړه کی لاروی له غمه
لکه بلبل دگـــــــــــــــــل په مینه په شور شور چغیږی

د شاعر نور شعرونه ←