د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1494 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

په اورسوزی

کــــــــــــــــــــــلی کروندی کوڅی باغونه په اور سوزی
دکــــــــــــــــــــــــــونډویتیمانو بورو زړونه په ارسوزی



ښـــــــــــــــــــــــــکاری دانسان اوانـسانیت ټغر ټولیږی
تنکی ځوانان دگلو امـــــــــــــــــــــیلونه په اور سوزی



دری لســــــــــیزی کیږی چه جوړ شوی پرموږ غم دی
هډوکـــــــــــــی مو دپلار نیکه اوورونه په اور سوزی



مـــــــاشوم دمور په غیږ کی مورسرلوڅی ده په مـنډو
واه واه شـــــجاعت گور ی تاریــــخونه په اور سوزی



چه هــــــــــر ډول ته اتن کړو څلور څرخه چپ و راست
ســــــــــــــــزا یی ده همدغه چه موزړونه په اور سوزی



عــــــــــــــــــــــاقل که لیونی دی خپل دی که پردی دی
پـــــــــــه دی خبرپوهیږی څوک قومونه په اور سوزی



تور تــــــــــــــــــــــــــم کی یوروان روڼ سهار ته تمه نشته
په چـــــــــــا یی څه پروا ده خپل ځانونه په اور سوزی



لاروی یـــــــــــــــــــمه روان دی حالت ته سخت حیران
قسم دی وطـــــــــــــــــــنوالو ما غمونه په اور سوزی

د شاعر نور شعرونه ←