د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
فدامحمد نومير

حمد

ازلي دی،ابدي دی او ټولواک دی
چي په لاس کي ئي دټولي هستۍ ژواک دی
احديت ئي له اسماوو څه ثابت دی
هرصفت ئي احديت باندي پوخ لاک دی
نه عرض دی،نه جوهردی موجوديت کي
لامکانه منزه له اصطکاک دی
ورته نشي شباهت داشياوو
مثل نه لري، بي مثله ذات ئي پاک دی
لوی، واړه ئي په قدرت دي پيدا کړي
که انسان دی،که حيوان دی،که افلاک دی
منسوبيت دهيڅ مخلوق ورلره نشته
نه والد دی،نه ولد دی،ترې بېباک دی
په سجود ورته پراته دي همه واړه
جمادات،که مايعات،که بل کوم ځواک دی
څوک چې نه بولي احد کافر، ګمراه دی
مختورن په دوړو کونو کي کاک دی
٢حمل١٣٦٤
کلفورنيا،متحده ايالات

د شاعر نور شعرونه ←