افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
ازرایله
نسیمه ورشه لیلاته می ویناکړه
چه مجنون د دی مریض ورته دعاکړه
که می لایق بولې د مینې یوځل راشه
کنه ښه موقع ده، همدا اوس ورته خیراکړه
ازرایله لږ څه وخت درڅخه غواړم
معلومیږي لکه یارچه می وفاکړه
دا څه ښکاری چه یارمی چیرته تم شو
ها ، بی وفاوی دشروع نه ترآخره دی جفاکړه
ای وصاله اوس دروح شوی بیکاره
ازرایله چه څه غواړې هغه ادا کړه
کابل - وزیرمحمداکبرخان