افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غوښه او چاړه يمه
عشق دې پښتانه يمه
سوی په بارودو يم
ستا د دښت لاله يمه
مورې راته مه ژاړه
اوس خو بيخي ښه يمه
چوپ شه څوک راويښ نه کړې
مه ويريږه زه يمه
ستا په سر چې ورک ومه
اوکنه هغه يمه
ستړی له وجود يمه
ګوښی لکه زړه يمه
ښکل دې چې پرمخ نه کړم
بيابه بهار نه يمه
خوست