د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10525 شعرونه
روئید همت

غزل

جام راکوه ژرچي جل وهلی درته راغلم
ګوره می ساقی چی زیړ زبیښلی درته راغلم



غیږراته پرانیزه چی دمه شمه ساواخلم
پس له ډیره وخته خوبولی درته راغلم



نن به یی دزلفو په تارونو باندي وګنډې
اوښکو باندي لوند ګریوان شلیدلی د رته راغلم



مه پام چی ورنه شي ځواني یی ده لږودریږه
ما خپل ژوندلاسونو کي نیولی درته راغلم



ګوري به چي مینه مواسمانه پوري ورسي
ما همت همدغه خوب لیدلی درته راغلم

د شاعر نور شعرونه ←