د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1662 شاعران10764 شعرونه
عایشه مومندي

غزل

نن بیا سیلاب داوښکو په ګریوان راغلی دی
تصویر ستا دیادونو دګومان راغلی دی
سپوږمی که چیرته نه وی ستا حضورته خپه نشی
زما دزړګی کورته نن اسمان راغلی دی
نن ژاړی له له خوښی اننګی زما په مینه
څه ورووسته له مودونه می ارمان راغلی دی
بیمار د تورو سترګو په طبیب کله جوړیږی
زما خوږو ټپو ته نن درمان راغلی دی
نصیبه نن دمینی قافلو ته په سجدو شه
باور زما په زړه کی دایمان راغلی دی
په خدای چی تنګه شوی دغمونو له دیرو نه
داڅرنګه دمینی امتحان راغلی دی
ډاریږم چی نظر می دخیالو جونګړه نه شی
میلمه می دزړه کورته په پنهان راغلی دی

د شاعر نور شعرونه ←