د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اجمل جماليار

پټپوټونى

لکه نيم ويښ اونيم ويده چي وي څوک
اويوبې پايلي غوندي خوب چي ويني
داسي حالات راباندي راشي کله
ترشاپرې يښى هاتېروخت رايادشي
دماشومتوب هادنازونودوران
لکه باچاهرچاموقدرکاوه
دلوږي تندي لږاوډېرغم نه وو
دکورترشاموپټپوټونى کاوه
يابه پخپله په خاپوړوځغاستو
يابه موخپل وړوکى ورورپرغولي
ترلاسوونيواوپرشابه تللو
په تنکۍ ژبه به موورورته ويل
پالي پالي پل راواخله
يوموټۍ ښنګل راواخله
هالته به ليري ددېوال سيوري ته
پرويړټغرباندي ادې ناسته وه
توري کټوي نه بې غړک ته مستې
دتورلرګي په يوه غوړه چمچه
په تړپ تړپ تړپ توولې
چي موږبه کله پرې نظرولګېد
په لوړاوازبه موپرې چيغي کړلې
ادې ادې يوه قاچوغه ګاړه
ماته راپټه کړه زه درغلمه
دکټوګاړه به موبې له چمچۍ
په ناپرېوليواوناپاکولاسو
بې بسم الله پرسرراپورته کړله
څومره خوږې وې خدايه هغه شېبې
يوځل به بياهم کله راشي کنه
داراته پته ده چي بيانه راځي
خيردى هغه دي بيخي راهم نه شي
خوخدايه يامي دې کافرجانان ته
زمادسوي زړګي حال ښکاره کړه
يايې زماسره دميني پرکړو
بې قيداوشرطه بس پرهوراوله
زابل ،کوټه

د شاعر نور شعرونه ←