د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ډاکتر حسن- لندن

غزل

اشناکه ژوند دغریبي دی زمونږ
همداخو راز دخوشحالي دی زمونږ



ظالمه ستا ملامتیا دضمیر
داخو ټول شور دخاموشي دی زمونږ



فکر اوخیال يې ولجه کړی رانه
حاصل دکار چې دپردي دی زمونږ



څوک په بګرام څوک په زندن دارګ کې
هریووګړی نن بندي دی زمونږ

دسلګو تندر کې مو اوښکې اوري
داسې موسم دزندګي دی زمونږ



وره کې انګریزانګړ کې جشن لمانځو
څه ښه تجلیل دازادي دی زمونږ



سر ږدو دخدای زړه دبنده په پښو کې
نوی انداز دبندګي دی زمونږ



دزولنو سره هم لوبي کوو
دغه عادت دلیوني دی زمونږ



که لوګی کیږو هم سندري وایو
(حسنه) خوی دسپلني دی زمونږ



***
زما مزدوري ددنیا مینه ګڼي
خو دجابر په خیرات شکرواېي
ده ته په ټول جنت کې حوري ښکاري
خوزما دخال تعریف ته کفر واېي

د شاعر نور شعرونه ←