د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
روف الهام

غزل

څه خو به ؤ چې ما وفا پریښوده
ما چې نیولې لمن ستا پریښوده



ښه پوهیدم سر په ویرونو به شم
ښه خود آګاه مې دا خندا پریښوده



دې بې رخۍ ته مجبورۍ اړایستم
څه نارضا مې په رضا پریښوده



هر څه بهر مې کړ د زړه له چمه
ځانته مې ځانله ستا سودا پریښوده



نور سپیناوي ته حاجت پاته نه شو
نه مې مدعی نه مې مدعا پریښوده



ټول مې راټول کړ ستا د لارو اغزی
درته بیخاره مې دنیا پریښوده



شونډی مسکۍ شوې سترګو وژړیلې
یو په سلا بــــل نا ســــــلا پریښوده



الهام او زړه لاس او ګریوان شو عشق کې
و وایی تــــا بل وایی نــه تا پریښوده

د شاعر نور شعرونه ←