د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
استاد فضل الله رشتین

خداى ته سجده

هغه واحد ذات د عبادت دى لا يق
ژبه او زړه كښې د شهادت دى لايق



د هغه فرمان د اطاعت دى لايق
سهار او ماښام د عبادت دى لايق



سر كيږده په سجده دعاګانې كوه
په عاجزئ سره ژړا ګانې كوه



په الله تعالى باندې ايمان لره تل
له عشقونو ډك ښګلى جهان لره تل



د خداى له غضب نه كوه و يره لږه
تل كړه په رښتيا سپينه خبره لږه



خداى يو دى نلري شريك په جهان كښې
دا خبره ثابته شوى ده قرآن كښې



رشتينه كوه مينه له الله سره
نور ه نو مينه پريږده له دنيا سره

د شاعر نور شعرونه ←