د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
عبدالرشید مخلص

زه به نه یم

ستا غوټۍ به سره ګلان شي زه به نه یم
ستا بچــــــوڼي به ځوانان شي زه به نه یم



ارمانجن د خـــــــــپلواکۍ به درنه لاړ شم
بریالي به دي غــــــــازیان شي زه به نه یم



د ښکیلګرو به ټــــــــغر در څخه ټول شي
ویجاړ کـور به دې ودان شي زه بـه نه یم



په دولت کې به نـــه دوـ وي نـه به لت وي
ورک به واړه خـــــــــــــاینان شي زه به نه یم



ادارو کې به هیڅوک بـــــــــــــــډې وانخلي
حاکمان به خـــــــــــــــادمان شي زه به نه یم



د یو حق به په رشوت بـــــــل ته ور نکړي
پاک له بډو به قـــــاضیان شي زه به نه یم



نه به غله وي نه بـــه لارو کې پــــــاټک وي
هم ډاډمن به دې کاروان شي زه به نه یم



وچـــــــکالي به پر تا تـــــــــــېره شي هېواده!
مهـــــــــــــربانه به اســـــــمان شي زه به نه یم



د پردیو له اړتـــــــــــــیاوو نه به خلاص شي
پخپل مټ به افـــــــــغانان شي زه به نه یم



بیا به جــوړې نندارې جـوړې مېلې شي
خــــــــلک ټــول بـه ور روان شي زه به نه یم



په مــــخلص به خروارونه خاورې بار وي
خلک ټول به مـــــــخلصان شي زه به نه یم

د شاعر نور شعرونه ←