د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
فدامحمد نومير

مناجات

لويه خدايه بختورپه موږ اخترکړې
رابهر مودنفاق له سمندر کړې
دواړه لاسه مؤ اوچت په اسدعا دي
کور،کهول څه مؤنوم ورک دمرورکړې
څولاسونه دورورۍ يوو بل ته ورکړو
بختوراخترپه موږ ته بختور کړې
فکراوهوش نه مؤ کينه اوبغض وباسې
خيرن زړونه مؤ په نور را منور ړې
دورورۍ مينه،الفت راکې مينځو کي
اتحاد اواتفاق مؤ يوو په زر کړې
د اولس دسوکالۍ فکر،خيال راکړې
په دې لار کي برکت په ښځه،نر کړې
چي داوران،ويجاړکورګۍ سره سنبال کړو
ابادۍ ته دهيواد هرفرد ناظر کړې
ځانځانۍ،خوپرستۍ نه مؤ وساته
په تقوای کي مؤ اوچت له قلندر کړې
ديتيم،کونډي ارمان چي کړي ترسره
تاج وتخت په هغه کس ته بختور کړې
توپ وټانک په خپل قدرت ايرې،اوبه کړې
محوه نوم ته دکمزوري،زورور کړې
چي سوسيال دسيالدارۍ په دې دنياکي
دګوربت په څير عطا راته وزر کړې
ستا له دره بل درنسته په ژړا يو
سترڅښتنه زما ولس باندي اختر کړې
٢٤،مې،١٩٩٣متحده ايالات،کلفورنيا

د شاعر نور شعرونه ←