د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1494 شاعران8588 شعرونه
میرویس لاروی

غزل

ستـــــــــــــــــــــرگو دی زمــــاله زړه آرام وړی
زما دزړه له کـــــــــــــــــــــــوره یی مدام وړی
شونډی دی رنگــــــــــــــــــینی دانار په رنگ
په تمــه دشـــــربت یی دزړه جــــــــــــام وړی
توری زلفی سپین مــخ دسپوږمی په شان
رڼا دښـــــــــــــــکلی مخ رنگ دماښام وړی
خوب دی په مړوند باندی ارمـان دی زما
کوم ظالم غــــــماز ته داپیـــــــــــــغام وړی
خوب زمـــــــــــا له ســترگو تښتیدلی دی
کورته خـــــــــــــپل دمــینی گل اندام وړی
یمه لاروی نــــــــــــــــور دی مـلنگ شومه
حسن دی لــــــــه مانه ننگ و نـــــــام وړی

د شاعر نور شعرونه ←