افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ما دعشق له کاره توبه وویسته
نورمې له خپل یاره توبه وویسته
نه یارته ورځم نه ریبارلیږمه
نورمې له ریباره توبه وویسته
مه راوړه ساقي جامونه مه راوړه
ماخوله خوماره توبه وویسته
هسې نه په کلي کې رسوا شمه
ځکه مې له ډاره توبه وویسته
زه خوساغمودیته مجبورکړمه
تادڅه لپاره توبه وویسته
هلته مې دچاله خولې نه واوریده
یارله واحدیاره توبه وویسته