افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل
نن خوبیا اخترشووجانان نه راځي
هغه مسافرپه ما ګران نه راځي
ډیرې ورځې وشوې وریځی هم ګرځي
زما دزړه په دښته باران نه راځي
زړه کې ترې خفه یم خوڅه نه وایم
خولې ته مې ښیری په ایمان نه راځي
خیرده که یارنشته زه بی غمه یم
اوښکی می اوس هم په ګریوان نه راځي
تلوچې په سفر دومره یی ښکل کړمه
خیر ده که اوس نشته ارمان نه راځي
یاره واحدیارتنها ، تنهاشومه
پوښتنې ته مې هیڅ مسلمان نه راځي