افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ژاړم سلګواوله فغانه سره تاسره تایادوم
یاره داوښکوله بارانه سره تایادوم
په توره شپه توره تیاره له سپوږمۍ تاغواړمه
شپه کې له ستوروداسمانه سره تایادوم
په بڼ کې ګرځم ستاپه رنګ ګل مې ونه موندلو
ګرځمه ستړی له باغوانه سره تایادوم
لکه مجنون په میروګرځم یاره ستاله غمه
دمینې دښتې له بیابانه سره تایادوم
له خدایه تاغواړم که ته مې شی دژوند ملګرې
لپه چې پورته کړم ایمانه سره تایادوم
زه واحدیارپه زړه پرهاریم یاره ستاله غمه
سرپه زنګون یم له خپل ځانه سره تایادوم