د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نبیله وفا

انتظار

که چیرې زړه نه زړه ته لار وي
دا رښتیا وي
ته به راځې ته مې په خوب لیدلې
د ژوند په هغه لاره
چرته چې زه ستا انتظار کوؤمه
ډیرو مودو راهسې
وايمه څنګه به ته راشې ګله
نه مې پیغام دې درلیږلې درته
نه مې کوم خط دې درلیکلې په نوم
نو ته به څنګ خبر شې
زما د ستړي انتظاره ځينې
دې خاموشۍ خو زما ټوله ځواني خاورې کړله
ډیر څه ویل غواړمه
خو څه ويلې نشم
خدايه له تا نه ما له شرم راخي
زه هغه نه شم غوښتې
زه د دعا لپو کې
خو ربه زما
زه بس يو سوال کوؤم چې
خیر دهغو سترګو دیدار که زما نه وي نصیب
خو انتظار ېې په ا ډیر ګړان دے
ځکه
دهغو سترګو انتظار زما عادت جوړ شوې

زه دا ټول عمر د هغې په انتظار تيروم
خیر دے که نه راځي نو نه دې راځي

د شاعر نور شعرونه ←