د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
ډاکټر نجيب زاخېلوال

لېونۍ غوښتنه

د خدای نه ...
غواړم چې خپل کور يې اور واخلي
غواړم چې د ژوند نه يې زړه موړ شي او ځانوژنه وکړي
غواړم چې د عزراييل په لاس ورشي
غواړم چې په درياب کې غرق شي او مړ شي
غواړم چې د B52 طيارو د ړوند بم لاندې راشي او کور يې کڼدواله شي.
غواړم چې چې کډه يې په سر شي او در په در وګرځي.
غواړم چې په کريغو کريغو وژاړي او څوک يې د غلي کولو نه وي
غواړم چې ماشومان يې بې پلاره شي او خيرات ته کيښني
غواړم چې ماشومان يې طورخم ته کډه په شاه راوړي.
غواړم چې زه پرې غږ وکړم ای ماجره دلته راشه!
هو! دپاکستان پوليس يادوم
نن په ما ده خدای دي هم په تا راولې
چې ماشومان دې خړ طورخم ته په ژاړه راولي

د شاعر نور شعرونه ←