د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
فدامحمد نومير

دخيرک غله

راته مه وايه يوو غل دی،ټوله غله دي
داهمه واړه د لوی لالا په پله دي
اوښ د بار سره عجيب په ګنډه منډي
پلار،نيکونوڅه په غلا کي ښه پاخه دي
ديتيم،کونډي په سراومال دريغ نه کړي
چور،چپاؤ لره همه په يوه خوله دي
په ديوال نه، په درشل ننوزي کور ته
ها د لوی کلي شوکمار ئې په پاله دي
کور ئې ډک دسيم و زره او پيسو دی
روبل،پونډ،ايرو،ډالر ئې په تاله دي
يووئې نه دی چي نن لاس په لاس نيوه شي
خان،ملک،پيراو ملا ورسره مله دي
څه شکوه اوشکايت ترې کليوال کړي
داسپين سترګي دخيرک دکور کاله دي
نوامبر،اوله،٢٠١٠
متحده ايلات،کلفورنيا

د شاعر نور شعرونه ←